د کابل ادارې د پکتيکا ولايت اړوندو چارواکو نن دعوه وکړه چې ګنې دوي هلته د برمل او سروبي ولسواليو په اړوندو سیمو کې د نويد په نامه عملیات پيل کړي، ۶ تنه مجاهدين يي شهيدان کړي، او سيمې يې له مجاهدينو نه خالی کړي دي.
موږ د دښمن دغه پوچه ادعا په کلکه ردوو، تراوسه پورې د پکتيکا ولايت په کومه اړونده سیمه کې موږ د دښمن کوم عملیات نه دي محسوس کړي، او نه موږ هلته تلفات ليدلي، دښمن تل هڅه کوي چې د رواني جګړې په دود له حقيقته لرې افواهات خپاره کړي، خپلو مشرانو او بهرنيو بادارانوته کاذب اميدونه ورکړي او سيمې تش په خوله له مجاهدینو نه خالي شوې اعلان کړي.
دسېمې خلک شاهدان دي چې هلته د دښمن هيڅ ډول عملیات هم وجود نه لري، مجاهدين په خپلو مراکزو او سنګرونو کې قرار لري او دښمن د هر ډول پر مختګ په وړاندي لازم تدابیر نیول شوي دي.
د کابل غلامانو د انتخاباتو په درشل کې د عملیاتو په نامه بیلا بیل اعلانونه کړي خو هيچيرې يې هم کوم پرمختګ او ريښتوني عملیات نه دي کړي او نه ورسره د داسې څه کولو توان شته.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
افغانستان